او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ (۳۰)
تفسیر
او ای کشرانو! پر تاسو خو زمونږ کوم زور او ځواک نه و څو تاسو په زوره په کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کولو کې واچوو، بلکې تاسو په کفر او بې لاريتوب کې د پولې څخه تېرېدونکي وئ.