یا د دوى لپاره بادشاهي ده د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نو دوى دې په اسبابو كې وخېژي (۱۰)
تفسیر
یا که له دوی سره د آسمانو او د ځمکې او د هغو شیانو چې ترمنځ یې دي پاچایي ده؟ نو بیا خو یې حق دی چې چاته یې ورکړي او له چا یې منعه کړي؟ که چېرې یې دا دعوه وي نو آسمان ته دې د ختلو اسباب واخلي څو د ورکړې او منع کولو پرېکړې وکولای شي او هېڅکله به یې ونکړی شي.