سوره ص (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




38 ص(ص)، آیت ۱۵

وَمَا يَنْظُرُ هَٰؤُلَاءِ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً مَا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ 15 ١٥

او دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې د هغې لپاره بېرته ګرځېدل نشته (وقفه نشته) (۱۵)

تفسیر
او دا په محمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي انتظار نه باسي پرته له دې چې په شپېلۍ کې دویم پوکی وشي چې بېرته ګرځېدل ترې نشته، نو عذاب پرې راوغورځي که د تکذیب په همدې حال کې مړه شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ