ته د دوى په دغو خبرو صبر كوه او ته زمونږ بنده داود یاد كړه چې د قوت والا و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و (۱۷)
تفسیر
ای رسوله! په هغه څه صبر چې دا دروغجنونکي یې وایې کوه، څه چې تا نه خوشحالوي، او زمونږ بنده داود رایاد کړه کوم چې دښمنانو سره په توره وهلو کې د ځواک څښتن ؤ او د الله په طاعت کې د حوصلې، بېشکه هغه الله ته په توبه کولو سره زیات ګرځېدونکی و او په هغه څه عمل کونکی و چې (رب) خوشحالوي.