سوره ص (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




38 ص(ص)، آیت ۲۴

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِ ۖ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ ۗ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ ۩ 24 ٢٤

ده (داود) وویل: یقینًا یقینًا ده په تا ظلم كړى دى، ستا د ګډې په غوښتلو (چې یو ځاى يې كړي) له خپلو ګډو سره او بېشكه په شریكانو كې ډېر زیات (داسې وي چې) خامخا ځینې د دوى په ځینو نورو ظلم كوي، غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او دوى بېخي لږ دي. او داود یقین وكړ چې بېشكه همدا خبره ده چې مونږ هغه وازمایه، نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پرېوته، په داسې حال كې چې ركوع (او) سجده كوونكى و، او رجوع يې وكړه (۲۴)

تفسیر
نو داود علیه السلام یې ترمنځ پرېکړه وکړه، او دعوا لرونکي ته یې وویل: ریښتیا چې ستا ورور درباندې ظلم کړی کله چې یې درڅخه ستا مېږه د خپلو مېږو سره د یوځای کولو غوښتنه وکړه او زیاتره شریکان یو پر بل زیاتی کوي د حق په اخیستلو او بې انصافۍ کې، پرته له هغو مؤمنانو څخه چې نیک اعمال کوي نو بېشکه هغوی د خپلو شریکانو سره انصاف کوي او زیاتی پرې نه کوي، لیکن دا خلک لږ دي، او داود علیه السلام باور وکړ چې په دې جګړه کې مونږ ده لره په ازمیښت کې واچوه، نو د خپل رب څخه یې بخښنه وغوښتله او الله ته یې د نږدېوالي لپاره سجده وکړه، او توبه یې ورته ویستله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ