ایا مونږ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په ځمكه كې د فساد كوونكو په شان وګرځوو؟ ایا مونږ به متقیان د فاجرانو (بدكارانو) په شان وګرځوو؟ (۲۸)
تفسیر
هېڅکله به هغه کسان چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه د رسول پېروي یې کړې او نېک اعمال یې کړي په ځمکه کې په کفر او ګناهونو د فساد کوونکو په شان ونه ګرځوو، او نه به د رب څخه وېرېدونکي په منلو د اوامرو او له نواهیو څخه ځان ساتلو سره د هغو منافقانو په شان وګرځوو چې په ګناهونو کې ورننوتي وي، بېشکه د دوی دواړو تر منځ برابروالی ظلم دی چې د الله سبحانه وتعالی سره وړ او لائق نه دی، بلکې الله مؤمنو پرهېزګارانو ته د جنت د ننوتلو بدله ورکوي، او بدبختو کافرانو ته اور ته د ننوتلو سزا ورکوي؛ ځکه چې د الله په نزد سره برابر نه دي، نو بدله یې هم د ده په نزد برابره نه ده.