(مونږ تابع كړي وو د ده لپاره) پېریان هر ښه معمار او ښه غوټه وهونكى (۳۷)
تفسیر
او تابع کړي وو مونږ ده لره شیطانان چې د ده په حکم به یې کارونه تر سره کول، له هغوی څخه ځینې ودانۍ جوړونکي، ځينې هغه غوټه وهونکي وو چې په سمندر کې به یې غوټې وهلې او له هغې څخه به یې ملغلرې راویستلې.