سوره ص (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




38 ص(ص)، آیت ۳

كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ 3 ٣

مونږه له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، نو هغوى به چغې وهلې، حال دا چې دغه وخت به د خلاصي نه و (۳)

تفسیر
څومره هغه ولسونه مو له دوی مخکې تباه کړل چې خپل رسولان یې دروغجن ګڼل، نو د عذاب پر مهال یې د ژغورلو لپاره چېغې وهلې، خو هغه وخت دوی لپاره د عذاب څخه د خلاصون وخت نه ؤ چې ژغورنې غوښتلو ورته ګټه رسولی وای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ