سوره ص (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




38 ص(ص)، آیت ۸

أَأُنْزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَيْنِنَا ۚ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِنْ ذِكْرِي ۖ بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ 8 ٨

ایا زمونږ له مینځه په ده باندې ذكر (وحي، قرآن) نازل كړى شو! بلكې دوى زما د ذكر (قرآن) په هكله په شك كې دي بلكې لا تر اوسه دوى زما عذاب نه دى څكلى (۸)

تفسیر
آیا سمه ده چې زمونږ تر منځ (یوازې) پر ده قرآن نازلېږي او دې پرې ځانګړی شي او پر مونږ نه نازلېږي په داسې حال کې چې مونږ سرداران او مشران یو، بلکې دا مشرکان په شک کې دي له هغه وحي چې مونږ یې پر تا نازلوو او دوی لا د الله عذاب تر اوسه نه دی څکلی، نو دوی په مهلت ورکولو دوکه شوي او که چېرې یې وڅکه نو په کفر او الله سره شریک او هغه څه کې چې تاته یې وحي شوې شک کولو باندې به یې دومره جرات (بې ځایه زړورتیا) نه وه کړې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ