سوره الزمر (ډلې) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۱۵

فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُمْ مِنْ دُونِهِ ۗ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا ذَٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ 15 ١٥

نو تاسو له هغه نه غیر د څه شي چې غواړئ، عبادت وكړئ، ته ووایه: بېشكه نقصان كوونكي هغه كسان دي چې د قیامت په ورځ يې خپلو ځانونو او خپل اهل ته تاوان رسولى دى. خبردار شئ، دغه (تاوان) همدغه ښكاره تاوان دى (۱۵)

تفسیر
نو تاسو -ای مشرکانو- له هغه پرته د هغو بوتانو عبادت وکړئ چې خوښه مو وي (امر د ننګونې لپاره دی)، ای رسوله! ته ووایه: بېشکه ریښتیني زیانمن هغه خلک دي چې ځانونه او کورنۍ یې په تاوان کې اچولي، نو ورسره به مخ نشي له کبله د جداوالي جنت ته په ننوتلو یا دوی سره دوزخ ته په ننوتلو، نو هېڅکله به دوی یو بل سره مخ نه شي، خبر اوسئ همدا ریښتینی او څرګند تاوان دی هغه تاوان چې هیڅ نوع ګډوډي پکې نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ