سوره الزمر (ډلې) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۲۲

أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍ مِنْ رَبِّهِ ۚ فَوَيْلٌ لِلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 22 ٢٢

ایا نو هغه څوك چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانستلي وي، نو دغه كس په رڼا كې وي د خپل رب له جانبه، پس هلاكت دى هغو كسانو ته چې د هغوى زړونه د الله له ذكره سخت دي، دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي (۲۲)

تفسیر
آیا نو د چا سینه چې الله تعالی د اسلام لپاره پرانیستې وي، او لارښوونه یې ورته شوې وي، او د خپل رب لخوا په دلیل هم وي، د هغه چا په شان دی چې زړه یې د الله له یاد څخه سخت وي؟! هېڅکله سره برابر نه دي، نو ژغورنه خو د لارموندونکو لپاره ده، او تاوان د هغو لپاره دی چې زړونه یې د الله له یاد څخه سخت شوي وي، همدوی د حق څخه (لیرې) په ښکاره بې لارېتوب کې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ