سوره الزمر (ډلې) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۲۷

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَٰذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ 27 ٢٧

او یقینًا یقینًا مونږ د خلقو لپاره په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (۲۷)

تفسیر
او بېشکه مونږ خلکو ته په دې قرآن کې چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی شوی ډول ډول د خیر او شر، حق او باطل، ایمان او کفر او داسې نور مثالونه بیان کړي؛ په دې هیله چې عبرت ترې واخلي، نو په حق عمل وکړي او باطل پرېږدي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ