بلكې ایا دوى له الله نه غیر شفاعت كوونكي نیولي دي، ته (دوى ته) ووایه: ایا (دوى به شفاعت كوي!) اګر كه دوى په داسې حال كې وي چې نه د څه شي مالكان وي او نه عقل لري (۴۳)
تفسیر
مشرکانو له الله پرته خپل بوتان داسې سفارش کوونکي نيولي چې ځانو ته د ګټې هيله ترې لري، ای رسوله ورته ووايه: ايا تاسو هغوی سفارشیان نيسئ که څه هم هغوی نه تاسو ته او نه ځانونو ته د هيڅ واک لري او نه عقل لري، هغوی داسې ګونګي جمادات دي چې نه خبرې کوي، نه اوري، نه لیدل کولای شي، نه ګټه رسوي او نه ضرر؟!.