سوره الزمر (ډلې) (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۵۲

أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 52 ٥٢

او ایا دوى نه پوهېږي چې بېشكه الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغو (فراخولو اوتنګولو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي (۵۲)

تفسیر
آيا دغو مشرکانو وويل هغه څه چې ويې ويل، او پوه نه شول چې الله چاته وغواړي د ازميښت په توګه يې روزي پراخوي: چې آيا صبرکوي او که د الله په تقدير په غوسه کيږي؟! له شک پرته په دغه ياد شوي د روزۍ په پراخوالي او تنګوالي کې د الله پر تدبير [ژوره پاملرنه]دلايل دي د هغه قوم لپاره چې ايمان لري، ځکه همدوی له دلايلو ګټه پورته کوي، خو کافران چې دي هغوی داسې پرې تېريږي چې ترې مخ اړوونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ