سوره الزمر (ډلې) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۶۰

وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ 60 ٦٠

او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته! (۶۰)

تفسیر
او د قيامت په ورځ به هغه خلک ووينې چې الله ته يې د شريک او بچي په نسبت کولو سره درواغ ويلي، مخونه به يې تور وي، د هغوی د بدبختۍ د نښې په توګه، آيا پر الله او د هغه پر رسولانو د ايمان راوړلو څخه لويي کوونکو ځای دوزخ نه دی؟! ولې نه، له شک پرته په دوزخ کې هغوی لره ځای دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ