سوره الزمر (ډلې) (آیت 63)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۶۳

لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 63 ٦٣

خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافران شوي دي، هم دغه كسان تاوانیان دي (۶۳)

تفسیر
يوازې هغه لره په اسمانونو او ځمکه کې د ښېګڼو د خزانو چابيانې دي، چاته چې وغواړي ورکوي يې او چاته چې وغواړي ترې راګرځوي يې، او کومو خلکو چې د الله پر آيتونو کفر کړی همدوی تاوانيان دي، ځکه د دنيا په ژوند کې له ايمانه بې برخې دي او په آخرت کې به د تل لپاره اور ته ننوزي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ