سوره الزمر (ډلې) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۷۲

قِيلَ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ 72 ٧٢

وبه ویل شي (دوى ته): تاسو د دوزخ په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال كې چې په دغه (دوزخ) كې به تل يئ، نو د تكبر كوونكو استوګنه بده ده (۷۲)

تفسیر
هغوی ته به د سپکاوي، د الله له لورېينې او اوره د وتلو د ناهيله کولو په توګه وويل شي: د دوزخ له دروازو ننوځئ، تل به پکې ياست، د حق پر وړاندې د لويي کوونکو کبرجنو ځای بد او ناوړه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ