سوره الزمر (ډلې) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۷۳

وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ 73 ٧٣

او هغه كسان به چې له خپل رب نه وېرېدل، جنت ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى ده ته راشي، په دې حال كې چې د ده دروازې به (له مخكې نه) پرانستل شوي وي او دوى ته به د دغه (جنت) نګرانان ووايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو پاك يئ، نو دغو ته داخل شئ، په داسې حال كې چې تل اوسېدونكي به یئ (۷۳)

تفسیر
او پرېښتې به په نرمۍ هغه مؤمنان چې له پالونکي يې د هغه د امرونو په منلو او له نهيو يې په ډډه کولو وېريږي جنت خوا ته ډلې ډلې په درناوي روان کړي، تردې چې جنت ته راشي، دروازې به يې ورته پرانېستل شي، او پر هغو ګومارل شوې پرېښتې به ورته ووايي: پرتاسو دې له هر ضرره او له هغه څه سلامتيا وي چې نه يې خوښوئ، زړونه او کړنې مو خوشحاله اوسئ، جنت ته ننوزئ تل پکې اوسېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ