سوره الزمر (ډلې) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۷۵

وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ ۖ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 75 ٧٥

او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي او د دغو (خلقو) په مینځ كې به په حقه سره فیصله وكړى شي او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى (۷۵)

تفسیر
دغه د شهادت په ورځ به پرېښتې پر عرش چاپېرېدونکي وي، او له هغه څه به د الله پاکي بيانوي چې وړ يې نه دی او کافران يې وايي، او الله به د ټولو خلکو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي، نو د چا چې درناوی کوي درناوی به يې وکړي او چاته چې عذاب ورکوي عذاب به ورکړي او وبه ويل شي: د مخلوقاتو پالونکي الله لره ستاينه ده پر هغه پرېکړه چې د مؤمنو بندګانو لپاره يې د لورېينې پرېکړه وکړه او کافرو بندګانو لپاره د عذاب پرېکړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ