سوره النساء (ښځې) (آیت 102)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۰۲

وَإِذَا كُنْتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلَاةَ فَلْتَقُمْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا فَلْيَكُونُوا مِنْ وَرَائِكُمْ وَلْتَأْتِ طَائِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا فَلْيُصَلُّوا مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُمْ مَيْلَةً وَاحِدَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ كَانَ بِكُمْ أَذًى مِنْ مَطَرٍ أَوْ كُنْتُمْ مَرْضَىٰ أَنْ تَضَعُوا أَسْلِحَتَكُمْ ۖ وَخُذُوا حِذْرَكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا 102 ١٠٢

او كله چې ته په دوى كې موجود يې، بیا ته دوى ته لمونځ ودروې، نوله دوى نه دې یوه ډله له تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې (هم له ځانه سره) ونیسي، نو كله چې دوى سجده وكړي، نو دوى دې ستاسو شا ته شي او هغه بله ډله دې راشي چې لمونځ يې نه دى كړى، نو هغوى دې له تا سره لمونځ وكړي او خپل د ساتنې سامان او خپلې وسلې دې (له ځانه سره) ونیسي، كافران شوي خلق دا ارزو لري چې كاشكې تاسو له خپلو وسلو او خپلو سامانونو نه غافله شئ، بیا هغوى پر تاسو باندې په یو ځلي زوروره حمله وكړي۔ او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته كه تاسو ته د باران په وجه څه تكلیف وي، یا تاسو بیماران یئ دا چې تاسو خپلې وسلې كېږدئ، او خپله بیداري (د ساتنې سامان) راكلكه كړئ، بېشكه الله د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى (۱۰۲)

تفسیر
او کله چې یې ته -ای پیغمبره- په لښکر کې د دښمن سره د جنګ په وخت کې، او ته وغواړې چې دوی لره لمونځ وکړې، نو لښکر په دوو ډلو وویشه: یوه ډله د دوی څخه به ستا سره لمانځه ته ودریږي، او په لمانځه کې دې د ځان سره خپلې سلاح ګانې هم واخلي، او بله ډلګۍ دې په پیره (څوکۍ) کې وي، نو هر کله چې لمړۍ ډلې له امام سره یو رکعت وکړ نور لمونځ دې خپل ځان لره یواځې پوره کړي، نو هر کله چې يې لمونځ ختم کړ نو دوی دې ستاسو شاته دښمن ته مخامخ شي، او هغه بله ډله دې راشي هغه چې مخکې یې پیره (څوکۍ) کوله او لمونځ یې ندی کړی، نو د امام سره دې یو رکعت وکړي، پس هر کله چې امام سلام وګرځاوه خپل باقي لمونځ دې پوره کړي، او د خپل دښمن څخه دې په احتیاط او بیدارۍ کې ووسي، او خپلې وسلې دی د ځان سره واخلي، ځکه هغه کسان چې کفر یې کړی دی ارمان کوي چې تاسو د خپلو وسلو او سامانونو څخه غافله شئ کله چې تاسو لمونځ کوئ نو هغوی به پر تاسو باندې یوه حمله وکړي، او ستاسو د بی خبرۍ په حالت کې به تاسو ونیسي، او نشته دې په تاسو باندې څه ګناه که چیرته تاسو ته څه ضرر درورسیده د باران په وجه او یا تاسو مریضان یاستئ یا بل څه عذر وي، چې تاسو خپلې وسلې کیږدئ نو د ځان سره یې وانه خلئ، او د خپل دښمن څخه ځان وساتئ په کومه طریقه چې تاسو کولی شئ، بیشکه الله تیار کړی دی د کافرانو لپاره عذاب؛ سپکوونکې د هغوی لپاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ