سوره النساء (ښځې) (آیت 104)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۰۴

وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ ۖ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ ۖ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا 104 ١٠٤

او تاسو د (كافرو) خلقو په لټون كې سستي (كمزوري) مه كوئ، كه تاسو یئ چې په تكليف كېږئ، نو بېشكه هغوى (هم) په تكليف كېږي، لكه څنګه چې تاسو په تكليف كېږئ او تاسو له الله نه د هغه څه امېد لرئ چې هغوى يې امېد نه لري او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۱۰۴)

تفسیر
او تاسو مه کمزوري کیږئ -ای مومنانو- او سستي مه کوئ په لټولو او تعقیبولو د دښمن ستاسو کې د کافرانو څخه، نو پس که چیرته تاسو دردمن کیږئ د هغه مرګ او زخم له وجی چې تاسو ته دررسیږي نو یقینا هغوی هم دغه شان دردمن کیږي لکه څرنګه چې تاسو دردمن کیږئ، او هغوی ته هم هغه شان تکلیفونه رسیږي لکه څرنګه چې تاسو ته دررسیږي، نو د هغوی صبر دې ستاسو له صبر څخه زیات نه وي، پس تاسو امید لرئ د الله تعالی څخه د ثواب او مدد او مرستې چې هغوی یې امید نه لري، او دی الله تعالی پوه په احوالو د خپلو بندګانو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ