واورئ! دا تاسو خلق یئ چې د دوى له طرفه مو په دنيايي ژوند كې جګړه وكړه، نو د قیامت په ورځ به له الله سره د دوى له طرفه څوك جګړه كوي؟ یا څوك به د دوى لپاره كارساز جوړېږي؟ (۱۰۹)
تفسیر
واورئ خبردار شئ -ای هغو کسانو چې تاسو د هغه چا غم کوئ چې جرمونه کوي- تاسو د هغوی نه جګړه کوئ په دنیا کې د دې لپاره چې د هغوی بې ګناهي ثابته کړئ، او د هغوی څخه سزا دفع کړئ، نو څوک دی هغه کس چې د الله تعالی سره به جګړه وکړي د دوی نه د قیامت په ورځ او حال دا چې پوهه شوی د دوی د حال په حقیقت باندې؟! او څوک دی هغه کس چې ذمه وار به وي په دوی باندې په دغه ورځ کې؟! بی شکه چې هیڅ څوک دا کار نشی کولی.