سوره النساء (ښځې) (آیت 110)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۱۰

وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَحِيمًا 110 ١١٠

او هر څوك چې څه بد عمل وكړي یا په خپل ځان ظلم وكړي، بیا له الله نه بخښنه وغواړي (، نو) الله به ډېر بخښونكى، بيحده رحم كوونكى ومومي (۱۱۰)

تفسیر
او څوک چې یو ناوړه کار وکړي، او یا ظلم کوي په خپل ځان باندې په کولو د ګناه سره، بیا وغواړي بخښنه د الله تعالی څخه چې په خپله ګناه باندې اقرار کوونکی وي او پښیمانه هم وي او د هغې څخه بندیدونکی (لاس اخیستونکی) وي، وبه مومي الله تعالی لره همیشه بخښوونکی د دې ګناهونو لره رحم کوونکی په دې باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ