سوره النساء (ښځې) (آیت 111)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۱۱

وَمَنْ يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَىٰ نَفْسِهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا 111 ١١١

او هر څوك چې څه ګناه وكړي، نو بېشكه هم دا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې كوي، او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۱۱۱)

تفسیر
او څوک چې وکړي ګناه وړه یا غټه نو بیشکه د دې سزا به یواځې په ده باندې وي، بل چاته به نه رسیږي، او دی الله تعالی پوهه د بندګانو په عملونو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ