سوره النساء (ښځې) (آیت 114)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۱۴

لَا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ ۚ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا 114 ١١٤

هېڅ خیر نشته د هغوى په ډېرو پټو مشورو كې مګر هغه څوك چې حكم وكړي د صدقې كولو، یا د نېكۍ كولو، یا د خلقو په مینځ كې د اصلاح (روغې) كولو، او هر څوك چې دغه كارونه د الله د رضا لټولو لپاره وكړي، نو ژر ده چې هغه ته به مونږ ډېر لوى اجر وركړو (۱۱۴)

تفسیر
نشته هیڅ خیر په ډیرو هغو خبرو کې چې خلک یې پټې کوي، او هیڅ فایده ترې نه وي، مګر که د دوی خبرې په صدقې باندې امر کول وي، او یا د خیر کار وي چې شرعې پرې راتګ کړی وي او عقل پرې دلالت کوي، او یا د دوو جګړه مارانو ترمنځ سولې ته بلنه او دعوت وي، او څوک چې دا کار کوي لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی نو زر دی چې مونږ به ورکړو دې ته ثواب ډیر لوی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ