او هغه څوك چې له رسول سره مخالفت وكړي، وروسته له دې نه چې هغه ته نېغه لار ښه څرګنده شوه، او د مومنانو له لارې نه غیر د بلې (لارې) تابع شي (، نو) مونږ به دغه (كس) هغه څه ته وروګرځوو چې دى ورته ورګرځېدلى دى او جهنم ته به يې داخل كړو او هغه د ورتلو بد ځاى دى (۱۱۵)
تفسیر
او هغه څوک چې له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره عناد او ضد کوي او مخالفت یې کوي په هغه څه کې چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی وروسته له هغه څخه چې حق ورته واضح شوی، او تابعداري وکړي د هغې لارې چې د مومنانو لاره نه وي، مونږ به پریږدو هغه لره او هغه څه چې د ځان لپاره یې غوره کړی، او مونږ ده ته د حق توفیق نه ورکوو د وجې د مخ اړولو د ده قصدا، او ننباسو به مونږ هغه لره اور د جهنم ته چې د دې ګرمي به ورته وررسیږي، او ډیر بد دی ځای د ورګرځیدلو د جهنمیانو لپاره.