سوره النساء (ښځې) (آیت 117)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۱۷
إِنْ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا إِنَاثًا وَإِنْ يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَانًا مَرِيدًا
دوى له هغه (الله) نه غیر نه بلي مګر ښځې (ښځ نومي بتان) او دوى نه بلي مګر سركښه شیطان لره (۱۱۷)
تفسیر
عبادت نه کوي دا مشرکان او نه رابلي د الله تعالی سره مګر بوتان چې نومولې يې دي د زنانه و په نومونو لکه لات او عزی، چې هیڅ فایده یې نه شوه وررسولی او نه یې ترې ضرر دفع کولی شو، او عبادت یې نه کاوه په حقیقت کې مګر د شیطان چې وتلی د الله تعالی د تابعدارئ څخه چې هیڅ خیر پکې نشته؛ ځکه چې همدغه شیطان دوی ته د بوتانو په عبادت امر کړی دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: