سوره النساء (ښځې) (آیت 132)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۳۲

وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا 132 ١٣٢

او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى كارساز (۱۳۲)

تفسیر
او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، مستحق د دې دی چې تابعداري یې وکړی شي، او کافي دی الله تعالی ذمه وار د برابرولو د ټولو چارو د خپلو مخلوقاتو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ