څوك چې داسې دى چې د دنیا بدله غواړي، نو له الله سره د دنیا او اخرت دواړو بدله ده او الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى (۱۳۴)
تفسیر
څوک چې ستاسو څخه -ای خلکو- غواړي په خپل عمل باندې یوازې د دنیا ثواب، نو پس پوهه شئ چې د الله تعالی سره شته ثواب د دنیا او اخرت، نو بس ودې غواړي ثواب د دې دواړو، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو د خبرو، لیدونکی دی ستا د کارونو، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.