سوره النساء (ښځې) (آیت 141)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۴۱

الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ وَإِنْ كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ۚ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا 141 ١٤١

هغه (منافقان) چې ستاسو په باره كې انتظار كوي، نو كه د الله له جانبه تاسو ته فتح حاصله شي، دوى وايي: ایا مونږ له تاسوسره ملګري نه وو؟ او كه چېرې د كافرانو لپاره څه برخه وي، (بیا كافرو ته) دوى وايي: ایا مونږ په تاسو غالب شوي نه وو او (ایا) مونږ تاسو له مومنانو نه بچ نه كړئ، نو الله به ستاسو په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي۔ او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مومنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي (۱۴۱)

تفسیر
هغه کسان چې د دې انتظار کوي ترڅو تاسوته کومه ښېګڼه يا بدي ورسيږي، که تاسو ته د الله له لوري بريا وي او ولجې ترلاسه کړئ، هغوی درته وايي ايا موږ ستاسو سره نه وو؟ هلته حاضر وو چې تاسې حاضر واست، ترڅو له ولجې څه ترلاسه کړي، خو که کافرانو لره کومه برخه وي، هغوی ته وايي، ايا ستاسو چارې مو پر غاړه نه وې، په پاملرنه او مرسته پر تاسو چاپېر نه وو او له مؤمنانو مو ستاسو په مرسته کولو او د هغوی په پرېښودلو ستاسو ملاتړ ونه کړ؟! الله به د ټولو ترمنځ د قيامت په ورځ پرېکړه کوي، چې مؤمنانو ته به جنت ته په ننه اېستلو بدله ورکړي او منافقانو ته د اور تر ټولو ښکته کندې ته په ننه اېستلو سره، او د قيامت په ورځ به منافقانو ته د مؤمنانو پر خلاف هيڅ دليل ونه ګرځوي، بلکې ښه پايله به د مؤمنانو لپاره وي ترڅو چې هغوی پر شريعت عمل کوونکي او په ايمان کې رېښتيني وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ