سوره النساء (ښځې) (آیت 144)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۴۴

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا 144 ١٤٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان مه نیسئ، ایا تاسو غواړئ چې د الله لپاره د خپل ځان په خلاف ښكاره دلیل ثابت كړئ (۱۴۴)

تفسیر
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه نیسئ په الله تعالی باندې کفر کوونکي خلک خالص دوستان چې دوستانه ورسره کوئ پرته له مومنانو څخه، آیا تاسو غواړئ په خپل دې کار سره چې وګرځوئ د الله تعالی لپاره په تاسو باندې دلیل ښکاره چې دلالت کوونکی وي ستا په مستحق کیدلو د عذاب؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ