سوره النساء (ښځې) (آیت 149)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۴۹

إِنْ تُبْدُوا خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا عَنْ سُوءٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا 149 ١٤٩

كه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټه كوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوي، بېشكه الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى (۱۴۹)

تفسیر
که تاسو ښکاره کوئ څه خیر که وینا وي او که کار، او که یا یې پټوئ، او یا تاسو بخښنه کوئ هغه چاته چې ستاسو سره یې بد کړي وي؛ نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی قدرت والا دی، نو پس شي دې بخښنه ستاسو د اخلاقو څخه، شاید چې الله تعالی تاسو ته بخښنه وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ