سوره النساء (ښځې) (آیت 153)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۵۳
يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَنْ تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِنَ السَّمَاءِ ۚ فَقَدْ سَأَلُوا مُوسَىٰ أَكْبَرَ مِنْ ذَٰلِكَ فَقَالُوا أَرِنَا اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَنْ ذَٰلِكَ ۚ وَآتَيْنَا مُوسَىٰ سُلْطَانًا مُبِينًا
اهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته په دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، پس دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى (معبود) ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه (۱۵۳)
تفسیر
غواړي ستا څخه -ای پیغمبره- یهودیان چې ته راوړي دوی ته کتاب د اسمان څخه په یو ځل لکه څرنګه چې موسی علیه السلام راوړی و، نو دا به ستا د رښتینولۍ نښه شي، نو ته د دوی څخه دا خبره غټه مه ګڼه، یقینا غوښتلی و پخوانیو مشرانو د دوی د موسی علیه السلام څخه غټ د هغه نه چې دوی ستا څخه غوښتلي، کله چې هغوی غوښتلي و د موسی علیه السلام څخه چې وښایې دوی ته الله تعالی ښکاره، نو ونیول دوی لره چیغی (تندر) چې سزا وه د دوی لپاره په سبب د هغه ګناه چې دوی کړې وه، بیا الله تعالی بیرته راژوندي کړل، نو بیا يې د سخې بندګي شروع کړه پرته له الله تعالی څخه وروسته د هغه نه چې راغلی و دوی ته ښکاره دلیلونه چې دلالت کوونکي و په یواځې والي د الله تعالی او په یواځي ګڼلو د هغه په ربوبیت او الوهیت کې، بیا مونږ بخښنه وکړه دوی ته، او ورموکړه موسی علیه السلام ته ښکاره غلبه په خپل قوم باندې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: