سوره النساء (ښځې) (آیت 154)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۵۴

وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ بِمِيثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا فِي السَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا 154 ١٥٤

او مونږ له دوى څخه د پخې وعدې اخيستلو لپاره د دوى له پاسه (د) طور (غر) راپورته كړ او مونږه دوى ته وویل: تاسو په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او مونږه دوى ته وویل: تاسو د خالي په ورځ كې زیاتى مه كوئ او مونږه له دوى نه ډېره مضبوطه وعده واخيستله (۱۵۴)

تفسیر
او پورته کړی و مونږ د پاسه د دوی نه غر په سبب د اخیستلو د مضبوط لوظ چې تاکید کوونکی و په هغوی لپاره د ویرولو چې عمل وکړي په هغه څه چې په دې کې وو، او مونږ وویل دوی ته وروسته د پورته کولو د غر څخه: ننوځئ تاسو دروازې د بیت المقدس ته سجده کوونکې په ټیټولو د سرونو، نو دوی ننوتل په داسې حال کې ښویدل په خپلو کوناټو باندې، او مونږ وویل دوی ته: تاسو تیری مه کوئ په کولو د ښکار سره په ورځ د خالي (شنبې) کې، نو نه وو د دوی څخه مګر دا چې تیری یې وکړ او ښکار یې وکړ، او مونږ اخیستی و په دوی باندې سخت مضبوط لوظ په دې خبرې سره، نو دوی مات کړ هغه لوظ چې د دوی څخه اخیستلی شوی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ