اصل خبره دا ده چې په الله باندې د توبې د قبلولو حق د هغه چا لپاره دى، چې په ناپوهۍ سره ګناه كوي، بیا ډېر ژر توبه وباسي، نو دغه خلق دي چې الله د هغوى توبه قبلوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۱۷)
تفسیر
بیشکه قبلوي الله تعالی توبه د هغو کسانو چې اقدام یې کړی وي په کولو د ګناه او نافرمانۍ په ناپوهۍ سره په انجام د دې ګناه او په بدوالي د دې ګناه -او دا د هر ګناه کوونکي حال وي که قصدا يې کړی وي او که په خطا سره یې کړی وي- بیا راګرځي مایلیدونکي خپل رب ته مخکې د لیدلو د مرګ نه (مخکې د زنکدن نه)، نو الله تعالی قبلوي د دغو کسانو توبه، او د هغوی د ګناهونو څخه تیریږي، او الله تعالی د خپلو مخلوقاتو په احوالو ښه خبر دی، حکیم دی په خپل تقدیر او حکمونو کې.