سوره النساء (ښځې) (آیت 1)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا 1 ١

اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې د یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په (نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى (۱)

تفسیر
ای خلکو! د خپل رب څخه وویریږئ، پس الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست له یو نفس نه چې هغه ستاسو پلار آدم علیه السلام دی، او پیدا کړې يې ده له آدم علیه السلام نه د هغه بي بي؛ حواء چې ستاسو مور ده، او خواره کړي يې دي د دغو دواړو له نسل څخه په ځمکه کې ډیر انسانان؛ نر او ښځې، او وویریږئ د الله تعالی څخه هغه چې سوال کوئ بعضی ستاسو د بعضو نه د هغه په نامه چې داسې وایئ: د الله په نامه دا کار داسې وکړه، او وویریږئ د پرې کولو د خپلولۍ نه هغه چې تاسو د یو بل سره نښلوي، بیشکه الله تعالی په تاسو څارونکی دی، نو هغه ستاسو هیڅ عمل نه هیروي، مګر هغه حسابوي او تاسو ته پرې جزا درکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ