او تاسو به هغه (مال) څنګه واپس اخلئ، حال دا چې په تحقیق سره تاسو له یو بل سره یو ځای شوي یئ او هغو (ښځو) له تاسو نه ډېره پخه وعده اخيستې ده! (۲۱)
تفسیر
او څرنګه تاسو اخلئ هغه څه چې تاسو ورکړي وي هغوئ ته د مهر نه وروسته د هغه نه چې ستاسو ترمنځ کومه علاقه او دوستي رامنځ ته شوې وه او تاسو کوم خوندونه اخیستي وو او د یو بل په پټو رازونو خبر شوي وئ، ځکه چې د هغه مال ارزو کول چې د هغوی سره وي وروسته د دې ټولو خبرو نه نا آشنا او بد کار دی، او په تحقیق سره اخیستلی دی دې زنانه و ستاسو نه کلک لوظ، او هغه دا چې هغوی مو د الله په نوم او د هغه د شریعت له مخې ځان ته روا کړي دي.