سوره النساء (ښځې) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۲۳

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَائِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللَّاتِي فِي حُجُورِكُمْ مِنْ نِسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَإِنْ لَمْ تَكُونُوا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَائِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلَابِكُمْ وَأَنْ تَجْمَعُوا بَيْنَ الْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا 23 ٢٣

حرامې كړى شوي دي پر تاسو باندې ستاسو میندې، او ستاسو لوڼه، او ستاسو خویندې او ستاسو تروریانې (د پلار خویندې) او ستاسو خاله ګانې (د مور خویندې) او ورېرې او خورځې او ستاسو هغه میندې چې تاسو ته يې تى دركړى دى او ستاسو رضاعي خویندې او ستاسو د ښځو میندې (سكه خواښې) او ستاسو پركټیانې، چې (عمومًا) ستاسو په پرورش كې وي، چې ستاسو له هغو ښځو نه (پیدا وي) چې تاسو ورسره كوروالى كړى وي او كه تاسو ورسره كوروالى نه وي كړى، نو (بیا) پر تاسو باندې څه ګناه نشته، او ستاسو د خپلو حقیقي زامنو ښځې (اینګوریانې) او دا چې تاسو د دوه خویندو تر مینځه جمع وكړئ (په یو وخت كې دواړه په نكاح كې وساتئ) لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۲۳)

تفسیر
بیشکه حرام کړي الله تعالی په تاسو باندې نکاح کول د خپلو میندو سره او پورته د هغوی نه، یعنی د مور مور او د هغې نیا د پلار یا د مور له طرف نه، او لورګانې ستاسو او لاندې د هغوی نه؛ یعني ستاسو د لورګانو لورګانې او د هغوی د لورګانو لورګانې، او همدارنګه د زوی لورګانې او د لور لورګانې او لاندې د هغې نه، او خویندې ستاسو سکه (چې مور او پلار مو یو وي) او یا ناسکه (چې مور یا پلار مو جدا وي)، او عمات (د پلار خویندې) ستاسو، او همدارنګه ستاسو د پلارانو عمه ګانې او ستاسو د مورګانو عمه ګانې او پورته له هغې نه، او تروریاني (د مور خویندې) ستاسو، او همدارنګه ستاسو د میندو او پلارانو تروریاني او پورته د هغوی نه، او وریرې ستاسو او خورزې ستاسو، او د هغوی اولاد او ښکته د هغوی نه، او میندې ستاسې هغه چې تاسو ته یې تی (شیدې) درکړي وي، او خویندې ستاسو د وجې د تي رودلو نه، او ستاسو د بیبیانو میندې (خواښیانې) که تاسو د دغو بیبیانو سره کوروالی کړی وي او که نه مو وي کړی، او لورګانې ستاسو د بیبیانو هغه چې د بل خاوند څخه وي (پرکټۍ) چې ستاسو په کورونو کې غالبا هغوئ اوسیږي او د هغوئ تربیت کیږي، او همدارنګه هغه چې ستاسو په کورونو کې یې تربیت نه وي شوي، که چیرته تاسو د هغوی له مورګانو سره کوروالی کړی وي، او که کوروالی مو ورسره نه وي کړی نو بیا په تاسو څه ګناه نشته چې د هغوی د لورګانو سره نکاح وکړئ، او حرام کړې یې ده په تاسو باندې نکاح کول ستاسو د زامنو د ښځو (انګور) سره هغه زامن چې ستاسو نه پیدا وي، او اګر که هغوی ورسره کوروالی هم نه وي کړی، او په دې حکم کې ستاسو د رضاعي بچو ښځې هم شاملې دي، او حرام دی په تاسو باندې یوځای کول د دوو خویندو ترمنځ که نسبي خویندي وي او که رضاعي وي مګر هغه چې مخکې چا دا کار کړی وي په جاهلیت دور کې نو بس الله تعالی د هغه نه عفوه کړې ده، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی خپلو توبه ویستونکو بندګانو ته، مهربانه دی په هغوی باندې. او همدا رنګه په حدیثو کې د ښځې او د هغې د ترور (عمه او خاله) تر منځ د یوځای والی څخه هم منع راغلې ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ