سوره النساء (ښځې) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۲۴

وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۖ كِتَابَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُمْ مَا وَرَاءَ ذَٰلِكُمْ أَنْ تَبْتَغُوا بِأَمْوَالِكُمْ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ ۚ فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُمْ بِهِ مِنْ بَعْدِ الْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا 24 ٢٤

او (پر تاسو باندې حرامې كړى شوي دي) مړوښې ښځې مګر (حرامې نه دي) هغه چې تاسو يې مالكان شئ (ستاسو وینځې شي) دا پر تاسو باندې (د) الله لازم كړى (قانون) دى او چې له دغو (ښځو) نه ماسِوا دي هغه تاسو لپاره حلالې دي، (په دې شرط) چې د خپلو مالونو په ذریعه يې غواړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ، بیا چې تاسو له هغوى نه د ښځه والي فايده واخيستله، نو هغوى ته خپل مهرونه وركړئ، چې مقرر شوي دي او (اى خاوندانو او ښځو!) پر تاسو باندې هېڅ حرج نشته په هغه څه كې چې له مقررولو (د مهر) نه پس تاسو په خپلو كې په هغه (كې په كمي، یا زیاتي) باندې راضي شئ، بېشكه الله له ازله په هر څه پوه، ښه حكمت والا دى (۲۴)

تفسیر
او حرام کړی شوي دي په تاسو باندې نکاح کول د واده شوو زنانه و سره، مګر هغه چې مالکان شوي یاستئ تاسو په قیدي کولو د هغوئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې، نو جایز دي تاسو لره کوروالی د هغوئ سره وروسته د پاکوالي د هغوئ د بچو دانو په یو حیض (میاشتنۍ بیمارۍ) سره، دا حکم الله تعالی په تاسو فرضا مقرر کړی دی، او حلال کړي الله تعالی تاسو لره علاوه (پرته) له دې نه ټولې زنانه، په دې شرط چې تاسو ولټوئ ستاسو په مالونو سره پاکوالی ستاسو د نفسونو او بچ کول د هغو په حلالو طریقو سره چې نه یاستئ قصد کوونکې د زنا، نو د کومو زنانه و څخه چې تاسو فایدې واخلئ په نکاح کولو سره نو ورکړئ هغوئ ته مهرونه د هغوئ هغه چې الله تعالی په تاسو باندې مقرر کړی دی، او نشته ګناه په تاسو په هغه څه کې چې تاسو په هغه باندې رضا شئ وروسته د ټاکلو د واجب مهر نه، د زیاتوالی نه په هغه کې او یا عفوه کول په څه حصه د مهر کې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په خپلو مخلوقاتو باندې هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، حکمت والا دی په خپلو کارونو او حکمونو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ