سوره النساء (ښځې) (آیت 2)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۲
وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا
او یتیمانو ته د هغوى مالونه وركړئ او ناپاكه څیز د پاك په بدل كې مه اخلئ او د هغوى مالونه له خپلو مالونو سره (په یوځای كولو) مه خورئ، یقینًا دا له همېشه بېخي لویه ګناه ده (۲)
تفسیر
او ورکړئ -ای وصیت کوونکو- یتیمانانو ته -او دا هغه څوک دي چې: پلاران يې وفات شوي وي او دوی بلوغ ته نه وي رسیدلي- مالونه د دوی پوره پوره کله چې دوی بلوغ ته ورسیږی او دوی هوښیاران وي، او تاسو مه بدلوئ حرام مال په حلال باندې؛ دا چې تاسو د یتیمانو د مالونو څخه ښه او غوره مال واخلئ، او د هغه په بدل کې ورته د خپل مال څخه بیکاره او خراب مال ورکړئ، او تاسو مه اخلئ د یتیمانو مالونه چې د خپلو مالونو سره يې یوځای کوئ، یقینا دا کار ډیره لویه ګناه ده د الله تعالی په وړاندې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: