سوره النساء (ښځې) (آیت 35)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۳۵
وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا
او كه تاسو د دغو دواړو په مینځ كې د مخالفت وېره لرئ، نو یو حكَم (مینځګړى) د هغه (سړي) له خاندان نه مقرر كړئ او یو مینځګړى د هغې (ښځې) له كورنۍ نه، كه دوى دواړه (ښځه، خاوند، یا ثالثان) د څه اصلاح اراده ولري، (نو) الله به د دې دواړو په مینځ كې موافقت (جوړښت) راولي، بېشكه الله له همېشه ښه پوه، ښه خبردار دى (۳۵)
تفسیر
او که چیرته ویریږئ تاسو -ای ولیانو د ښځې او خاوند- چې وبه رسیږي خلاف د دې دواړو تر منځ دښمنۍ او یو بل ته شاکولو ته، نو ولیږئ یو سړی منصف د خاوند د خپلوانو څخه، او یو سړی منصف د زنانه د خپلوانو څخه؛ د دې لپاره چې دا دواړه فیصله وکړي په کوم شي کې چې مصلحت وي د جدا والي نه او یا يوځای پاتې کیدلو نه، او د دواړو یوځای پاتی کیدل ښه دي او بهتر دي، نو که چیرته دې دواړو منصفانو فیصله کوونکو اراده وکړه د ښځې او خاوند د یوځای پاتی کیدلو او ښه طریقه یې غوره کړه نو الله تعالی به ښځې او خاوند دواړو لره توفیق ورکړي، او د هغوی تر منځ اختلاف به ختم شي، بیشکه الله تعالی باندې د خپلو بندګانو هیڅ شي پټ نشې پاتی کیدلی، او هغه ښه پوهه دی په پټو هغه شیانو چې دا بندګان یې په خپلو زړونو کې پټوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: