سوره النساء (ښځې) (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۳۷

الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۗ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا 37 ٣٧

هغه كسان چې شومتیا كوي او (نورو) خلقو ته د شومتیا كولو حكم كوي او هغه څه پټوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړي دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى (۳۷)

تفسیر
او نه خوښوي الله تعالی هغه کسان چې بندوي هغه چې الله تعالی په دوی باندې واجب کړی د خرچ کولو د هغه رزق څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی، او نورو خلکو ته هم په خوله او په کردار سره په دې بندولو امر کوي، او پټوي هغه رزق، علم او نعمتونه چې الله تعالی دوی ته د خپل فضل نه ورکړي دي، نو خلکو ته حق نه ښکاره کوي، بلکه پټوي یې، او باطل ښکاره کوي، او دا صفات د کفر د صفاتو څخه دي، او بیشکه مونږ تیار کړی دی کافرانو لره عذاب شرموونکی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ