سوره النساء (ښځې) (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۴۱

فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَىٰ هَٰؤُلَاءِ شَهِيدًا 41 ٤١

نو څه حال به وي په هغه وخت كې كله چې مونږ له هر امت نه یو ګواه راولو او تا په دوى باندې (د) ګواه (په حیث) راولو (۴۱)

تفسیر
نو څرنګه به وي حال په ورځ د قیامت کله چې مونږ راولو د هر امت پیغمبر لره چې ګواهي به کوي په خپل امت باندې په هغه عمل چې کړی يې وي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ستا په امت باندې ګواهي کوونکی؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ