سوره النساء (ښځې) (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۴۵

وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَلِيًّا وَكَفَىٰ بِاللَّهِ نَصِيرًا 45 ٤٥

او الله ستاسو په دښمنانو ښه پوه دى او الله كافي دى كارساز او الله كافي دى مدد كوونكى (۴۵)

تفسیر
او الله رب العزت ښه پوهه دی ستاسو په دښمنانو -ای مومنانو- نو تاسو یې په هغوئ باندې خبر کړی یاستئ او د هغوی دښمني یې تاسو ته بیان کړې ده، او پوره دی الله تعالی کار چلوونکی، چې تاسو د هغوی د جنګ څخه ساتي، او پوره دی الله تعالی مددکوونکی بچ کوي تاسو لره د هغوی د چلونو او د تکلیفونو څخه او تاسو په هغوی غالبه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ