سوره النساء (ښځې) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۴۷

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ آمِنُوا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰ أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا 47 ٤٧

او اى هغو كسانو چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى! تاسو په هغه (كتاب) ایمان راوړئ چې مونږ نازل كړى دى، چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له تاسو سره دي، مخكې له دې چې مونږه څه مخونه محوه كړو، بیا دغه (مخونه) خپلو شاګانو ته ورواړوو، یا پرې مونږ لعنت وكړو، لكه څنګه چې مونږ لعنت كړى و د خالي د ورځې په ملګرو، او د الله كار (خامخا) پوره كړى شوى وي (۴۷)

تفسیر
ای هغه کسانو چې کتاب ورته ورکړی شوی دی د یهودو او نصاراو څخه، ایمان راوړئ په هغه کتاب چې مونږ په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې نازل کړی دی، هغه چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتابونو چې ستاسو سره دي د تورات او انجیل څخه، مخکې لدې نه چې مونږ وران کړو هغه حواس چې په مخونو کې دي، او ویې ګرځوو د شا طرف ته، او یا به مونږ دوی وشړو د الله تعالی د رحمت څخه لکه څرنګه چې مونږ د دې څخه د شنبی ورځې والا (خالی ورځې والا) شړلی وو هغه کسان چې د شنبې په ورځ يې د ماهیانو ښکار کړی و وروسته د دې نه چې هغوی ترې منع شوي وو، نو الله تعالی د هغوی څخه شادوګان جوړ کړل، او دی کار او فیصله د الله تعالی خامخا واقع کیدونکی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ