سوره النساء (ښځې) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۴۹

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنْفُسَهُمْ ۚ بَلِ اللَّهُ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا 49 ٤٩

ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي چې د خپلو ځانونو تزكیه (ستاينه) كوي (داسې نه ده) بلكې الله پاكوي چا لره چې وغواړي، اوپه دوى به د كجورې د نري تار په برابر هم ظلم ونه كړى شي (۴۹)

تفسیر
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- په حال د هغو کسانو چې د خپل ځان او د خپلو کارونو ستاینه کوي؟ بلکه الله تعالی یوازي هغه ستاینه کوي چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو څخه او پاکوي هغوی لره؛ ځکه هغه پوهه دې د زړونو په رازونو، او کم به نه کړی شي د هغوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی او اګر که وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي(زړي) په منځ کې دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ