او ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي، او له د غو (مالونو) نه تاسو هغوى ته خوراك وركوئ او جامه وركوئ او هغوى ته ښه خبره كوئ (۵)
تفسیر
(ای د چارو ساتونکو) هغو کسانو ته مالونه مه ورکوئ چې په ښه توګه یې اداره کولی نشي، ځکه دا مالونه الله تعالی سبب ګرځولی چې بندګان پرې خپلې چارې او د خپلې زندګۍ کارونه برابر کړي، او دا خلک د دې وړ ندي چې مال واخلي او خوندي یې کړي، او خرچه کوئ په هغوئ باندې او جامي ورله ترې کوئ، او دوی ته ښایسته خبرې کوئ، له دوی سره ښه ژمنه وکړئ چې تاسو به دوی ته پیسې هغه مهال ورکړئ کله چې دوی بالغ شي. او ښه چلند ورسره وکړئ.