سوره النساء (ښځې) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۶۰

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا 60 ٦٠

ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعویٰ كوي چې دوى په هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي دا چې خپل منځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره (۶۰)

تفسیر
آیا ته نه ګورې -ای پیغمبره- تناقض د منافقانو ته چې د یهودو څخه دي هغه کسان چې دعوه کوي په دروغو سره چې یقینا دوی ایمان راوړی په هغه کتاب چې په تا باندې نازل شوی دی او په هغو کتابونو چې ستا څخه مخکې نورو پیغمبرانو باندې نازل شوی دی، دوی غواړي چې فیصلې وېسې په خپلو جګړو کې غیر د الله تعالی د شرعې نه هغه شرعې ته چې بندګانو جوړه کړی ده، او دوی ته امر کړی شوی و چې په دې باندې کفر وکړي. او غواړي شیطان چې لرې يې کړي د حق نه په ډیر لرې والي سره چې د هغه سره سمه لاره نشي موندلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ