سوره النساء (ښځې) (آیت 65)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۶۵
فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا
پس داسې نه ده، ستاپه رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني (۶۵)
تفسیر
داسې خبره نده لکه څرنګه چې ګمان کوي دا منافقان. بیا الله رب العزت په خپل ذات باندې قسم وکړ چې بیشکه دوی تر هغه وخته پورې په حقه سره منونکي نشې کیدلی تر څو چې دوی فیصله ورنه وړي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د هغه په ژوند کې او د هغه قانون او شرعې ته د هغه د مرګ څخه وروسته په هره مسئله چې د دوی پکې اختلاف راځي، او بیا راضي شي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په فیصله باندې، او د دوی په سینو کې د دې فیصلې د وجې نه څه تنګستیا او شک پاتي نشي، او غاړه کیږدي په پوره غاړه کیښودلو سره په ښکاره او پټ ډول.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: