سوره النساء (ښځې) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۶

وَابْتَلُوا الْيَتَامَىٰ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَنْ يَكْبَرُوا ۚ وَمَنْ كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ ۖ وَمَنْ كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُوا عَلَيْهِمْ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ حَسِيبًا 6 ٦

او تاسو یتیمان ازمایئ تر هغه پورې چې دوى (حد د) نكاح ته ورسېږي، نو كه تاسو له هغوى نه څه هوښیارتیا معلومه (محسوسه) كړه، بیا نو هغوى ته خپل مالونه وروسپارئ، او تاسو دا (د یتیمانو مالونه) په اسراف سره او جلتۍ سره مه خورئ، چې دوى به لوى شي (نو وابه يې خلي) او څوك (د یتیم ولي) چې مالداره وي، نو هغه دې (له دې ماله) ځان ښه بچ ساتي او څوك چې فقیر وي، نو هغه دې له دستور سره سم خوري، بیا چې كله هغوى ته خپل مالونه وركوئ، نو په دې (وركړه) باندې ګواهان ونیسئ او الله كافي دى، چې ښه حساب اخيستونكى دى (۶)

تفسیر
او ازمیښت وکړئ -ای ولیانو- په یتیمانو کله چې بلوغ ته ورسیږي، په ورکولو د لږ مال سره چې هغوی یې مصرف کړي، نو که په ښه طریقه یې مصرف کړ، او تاسو ته د هغوی هوښیارتیا معلومه شوه؛ نو بس وسپارئ هغوی ته مالونه د هغوی پوره بغیر د نقصان نه، او مه خورئ د هغوی مالونه چې تیریدونکي یاست د هغه حد نه چې الله تعالی ستاسو لپاره روا کړی د هغوی د مالونو څخه د ضرورت په وخت کې، او تاسو بیړه مه کوئ په خوړلو د مالونو د دوی کې لدې وجې نه چې تاسو ویریږئ چې که دوی بلوغ ته ورسیږی نو خپل مال به واخلي، او ستاسو نه چې چا لره دومره مال وي چې بې حاجته کوي یې نو بس د یتیم د مال د اخیستلو څخه دې ډډه وکړي، او څوک چې ستاسو څخه غریب وي او مال ورسره نه وي نو د خپل حاجت په اندازه دي ترې خوراک وکړي، او کله چې تاسو هغوی ته وروسته د بلوغ څخه او وروسته د معلومیدلو د هوښیارتیا دهغوی څه مالونه ورسپارئ؛ نو په دغو سپارلو باندې ګواهان ونیسئ لپاره د ساتلو د حقوقو، او لپاره د بندولو د اسبابو د اختلاف لره، او الله تعالی بس دی ګواه په دې باندې، او حساب کوونکی دی د بندګانو سره د هغوی په عملونو باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ